pashto poetry
غزل ـ رحمت شاه سائل
غزل ـ رحمت شاه سائل
تاله تصویر په ګلاب جوړ کړم که نه؟ ـ ۱۳۰، ۱۳۱
ـ
د الفت ژبه مې د خپل غمجن ارمانه زده کړه
ناز مې د ځانه او ادا مې د جانانه زده کړه
ـ
دا سربازي مې د تاریخ د امتحانه زده کړه
ـ
نظر دې ستا خدائے سمندر هسې روان وساتي
ما د منزل تنده د ژوند د بیابانه زده کړه
ـ
د یو سحر په ژوند یې ټول پسرلے وخندوو
ګلاب دا دغسې خندا اخر د چانه زده کړه؟
ـ
ستا د نظر مسیحایي دې ستا د زړۀ دارو شي
ما لکه ګل خندا د خپل څیري ګرېوانه زده کړه
ـ
د محبت جذبې خو دومره هم بې ننګه نه وې
دا بې ننګي چې ما له تا، که تا له مانه زده کړه
ـ
د سپېلني په شان یې خپلو سوځېدو ته ګډ کړم
داسې نغمه مې ستا د شونډو د خندا نه زده کړه
ـ
تیارو که څه هم ضد کوو ړوند یې په سترګو نه کړم
ستا د نظر لار مې د تندر د برېښنا نه زده کړه
No comments:
Post a Comment