HISTORY OF PASHTO LANGUAGE HISTORY OF PASHTO POETRY POSHTO POETRY

Full width home advertisement

Post Page Advertisement [Top]


سوک په ساز کی
سوک په خوږ سوی رباب کی
سوک په مسته ترانه کی
یو ټپه بل افسانه کی
ھر وخت ھرہ زمانه کی
په فراق په یارانه کی
بس د خپل ژوندون قصه دہ
په ھر مخ د دی کتاب کی 
سوک یی ویی په مړاوو سترګو
سوک په مست رنګین رباب کی
سوک د تال او حرکت نه
کړی ژړا او خندا جووه
ټول وجود یی یو ارمان شی 
چی د غم کړی ګدا جوړہ
لاس او خپی د ګلو سانګی
د بودی ټال په حباب کی
داسی خیشت داسی رنګونه
نشته نشته په ګلاب کی
خو ھم ھغه یو ارمان دی
دی د تال او شړنګ دریاب کی
ھم ھغه یوہ قصه دہ
په ھر مخ د دی کتاب کی

سوک یی سا ټکی راواخلی
په خپل اور یی سرہ لمبه کړی
یو مستی سرور تری جوړ کړی
په جانان یی صدقه کړی
کله یی دوب کړی خپل خمار کی
دوی ھم ځان سرہ نشه کړی
کله تور غمګین ماخام کی
دوی یو غم کړی یو تیارہ کړی
یو بی وسه مایوسی شی
نا امید ورک ماتم شی
یو بی نومه اضطراب شی
سوی لوی پری ادم شی
د سرو جام د میخانی کی
د جومات پی سپین محراب کی
د صوفی په پټ سرور کی
د عاشق د عشق شراب کی
د شاعر د لاس کمال کی 
په جنون پی اضطراب کی
بس یو رنګ دی چی زلیګی
ھم جانان کی ھم ګلاب کی
ھم په ساز کی ھم په تال کی
ھم په خوږ سوی رباب کی

یو خوا تور مغرورہ مرګ دی
بل خوا ژوند یو رنګین خوب 
یو خوا غم درد او تیارہ دہ
بل خوا مست شان لیونتوب 
یو خوا ژوند یو بی وسی دہ
لویه تورہ مقبرہ دہ
بل خوا ژوند یوہ مستی دہ 
د امید ارمان نشه دہ 
په یو سوال دی ھم پویی نه کړم 
د ژوندون په لویی کتاب کی
دغه سوال بس دغه سوال دی
ھم په رقص ھم په رباب کی
عاشق مینه کی سرور کی
شاعر غم او اضطراب کی
ھم ھغه یوہ قصه دہ 
په ھر مخ د دی کتاب کی

No comments:

Post a Comment

Bottom Ad [Post Page]

| Designed by Colorlib