غزل۔۔۔محمد گل منصور
يو څو لمحي د ستړي ستړي ژوندانه پاتي دي
اوس که دي هير کړمه نو او س راسره څه پاتي دي
اوس چي مي خولي له اوښکي راشي نو نمکيني نه وي
اوس مي په سترګو کښي خالي تشي اوبه پاتي دي
دلته ژوند داسي رنګ راوړے چي حيران يي کړمه
دلته وړونه لوي اؤ لوي وو نه واړه پاتي دي
اوس مي هم ډير ياران په نوم د ليوني رابلي
په ماکښي اوس هم نخښي ستا د بېلتانه پاتي دي
دنيا خبري دي چي هره شپه مي اوس هم وژني
دنيا خبري دي چي اوس مي هم په زړه پاتي دي
دا ستا د تلو نه پس مي اوښکو ټول باڼه اويسته
بي غمه ياره ستا لا سترګو کښي رانجه پاتي دي
دا ستانه پس د ژوند د ډيرو حادثو نه تير شوم
بس خو د دار په سر منصوره ودريده پاتي دي
زه ډير بي وسه ووم اؤ ستانه غريبي اونه شوه
مونږ کۀ غوښته ھم خو زمونږ مينځ کښې ياري اونه شوه
انکار دي اوکړو خو چي شونډي رپېدي دي ولي
انکار دي وکړو خو زما پري تسلي اونه شوه
دا ستا د تلو نه پس مي زړه راټولولے نه شه
ما ډير ھمت اوکړو خو مانه زندګي اونه شوه
ما چي په تا خپله نامه ايښي وه پويه شوي اوس
زه چي بدنام شومه اؤ ستا چي بدنامي اونه شوه
زه چي ملنګ يمه نو ګوره باچايي کومه
ته ملنګ ځکه يي چي ستانه ملنګي اونه شوه
ستا ښائست داسي دے چي زړونو کښي يي لاري کوي
ستا زړه څه داسي دے چي لار په کښي بيخي اونه شوه
بيا مي څه لږ ډير راغونډ کړي دي يؤ داؤ لګوم
منصوره بيا چي يو ځل نه شم تاواني اونه شوه
No comments:
Post a Comment